کابل؛ کوټه سنګي کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي

د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت

د کابل په کوټه سنګي کې نن شپه د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د طالبانو یوه مخالفه جبهه ادعا کوي چې په کوټه سنګي کې یې څلور طالبان وژلي او درې نور ژوبل کړي دي.

د سیمې څو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د ډزو او چاودنو غږ یې اورېدلي دي.

د ازادۍ جبهې پر خپله اېکسپاڼه یوه ویدیو خپره کړې چې د ډزو ږغونه پکې اورېدل کېږي.

تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.