ریچارډ بنیت: د هرات د دوو شیعه عالمانو وژل کیدو سخت اندېښمن کړی یم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په هرات کې د دوو شیعه دیني عالمانو د وژل کېدو د پرونۍ پېښې پر راپورونو سخت اندېښمن شوی دی.

ریچارډ بنیت نن جمعه په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، دا پېښه داسې وخت شوې چې یو بل دیني عالم په اکتوبر میاشت کې وژل شوی و.

ښاغلي بنیت د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې چې د پېښې عاملان د داخلي معیارونو پر اساس عدالت ته راوستل شي.

د محلي رسنیو راپورونه وايي چې موټرسایکل سپرو وسلوالو، پرون په هرات کې د شیعه عالمانو د شورا دوه غړي رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي په جبرئیل ښارګوټي ووژل شول.

طالبانو د دې پېښې په باب څه نه دي ویلي.