د معارف پالونکي سپین ږیري کیسه؛ غلام حضرت پوهنتون بشپړ کړ، خو نجونو ته یې وړیا زده کړې دوام لري

غلام حضرت او د پوهنتون د فراغت تصدیق پاڼه یې

په پکتيا کې يوه سپين ږيري ثابته کړې چې د زدکړې لپاره هېڅ کله ناوخته نه ده.

هغه د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

غلام حضرت چې د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي فارغ شوى دى، وايي دوه کاله يې دارالمعلمين لوستى او اوس يې دوه کاله د ښوونې او روزنې پوهنځي ولوست.

هغه ته د خپلې زوکړې کره نېټه نه ده معلومه، خو وايي د ٦٠ او ٧٠ کلونو تر منځ عمر لري او ۴۴ کاله مخکې یې لېسه خلاصه کړې وه.

د هغه لوړې زده کړې نیمګړې پاتې وې.

خو ولې په دې عمر د لوړو زده کړو هوډ؟

غلام حضرت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ما ويل چې خپل وطن ته خدمت وکړم، وطن ډېر دربدره دي، زه معلم يم غواړم ماشومانو ته درس ورکړم او هېواد ته خدمت وکړم".

هغه په داسې وخت پوهنتون لولي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د پوهنتونونو او ښوونځیو د یوه برخه استادانو په ګډون ډېر افغان کادرونه له دغه هېواده ووتل.

د پکتیا له پوهنتونه یو سپین ږیری فارغ شوی (azadiradio.com)

غلام حضرت وايي چې د ژوند په ډېرو سختو شرايطو کې يې خپلې زدکړې بشپړې کړي دي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې زياته کړه چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى او څو ځلي یې ٤٥ کيلومټره لار يې پر بايسکېل مزل کړى تر څو تر ګرديز ښار ته ورسېږي او خپلو ازموينو کې برخه واخلي.

هغه په دې اړه وویل:

"تېر کال په پنځلسم صنف کې د موټر سايکل د تېلو پيسې نه وې راسره او نه د موټر کرايه راسره وه، څو ځلې زه په بايسکېل لاړم ګردېز ته او ازموينې کې مې ګډون وکړ".

په پکتيا ولايت کې شاعر او ليکوال خوږمن ځاځى وايي،د دې سپين ږيري ټينګ هوډ او ارادې د سیمې اوسېدونکي حيران کړي.

ځاځی پر ټولو غږ کوي چې ده غوندې زدکړه وکړي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

دغه شاعر وایي:

"نو د دې سړي همت ته زه حيران يم په دوه لاسي ورته سلام کوم په ټول ولس غږ او توصيه کوم چې دغسې يو بل ته اوږه ورکړو او دا ځوردېدلى ولس پر پښو ودرو."

د پکتیا پوهنتون - تصویر له ارشیفه

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغانانو عکسونه خپاره شوي چې په لوړ عمر یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې دي.

نجونو ته وړیا زده کړې

غلام حضرت سره له دې چې له خپل اقتصادي وضعیته سر ټکوي او د پکتيا په يوې لېسه کې ښوونکى دى، خو څه باندې ٨٠،٩٠ کسه نجونو ته په خپل کور کې زدکړه ورکوي.

غلام حضرت وايي دا کار خاص د خداى د رضا او وطن ته د خدمت لپاره کوي او له حکومته غواړي چې ټولګي ورته جوړ کړي څو دغه زده کونکي وروزي.

هغه زیاتوي:

" زه د سيد خېلو په لېسه کې رسمي معلم يم ٨٣٠٠ افغانۍ مې تنخوا ده ،اقتصادي حالت مې ډېر خراب دى که غواړٸ چې زه فى سبيل الله درس ورکړم ماته مکتب جوړ کړٸ ما ته په کور کې تقريبا ٨٠، ٩٠ کسه نجونې راځي لس کلنې نهه کلنې دي سبق ورته وايم تېر کال صنف راته پاملرنې جوړ کړ خو هغه بل صنف همغسې وران دى ٦٠, ٧٠ نفره نجونې دي."

طالبان په افغانستان کې له ۶ ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي - تصویر له ارشیفه

غلام حضرت په داسې مهال نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي چې د طالبانو په دوه نيم کلنه واکمنۍ کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ټول ښونځي تړل شـوې دي او ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو د تیر کال په دسمبر میاشت کې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.