په هند کې د افغانستان سفارت په بشپړ ډول وتړل شو

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

په هند کې د افغانستان سفارت سر له نن جمعې په بشپړ ډول وتړل شو.

دا خبره د یاد سفارت په یوه اعلامیه کې راغلې ده او علت یې د هندي حکومت فشار او د ډپلوماټیک ملاتړ نشتوالی په ډاګه کړی دی.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې وار له مخه یې د اکتوبر له لومړۍ په هند کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو او هیله یې درلوده چې د هند حکومت داسې یو دریځ غوره کړي چې ددوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزمن تمام شي.

سفارت ویلي چې برعکس په دې وروستیو اتو اونیو کې د کنټرول د پرېښودو لپاره دواړو لوریو هندي حکومت او طالبانو تر فشار لاندې راوستی وو او بلآخره له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ شو.

په اعلامیه کې افغان سفارت له هند غوښتي چې د سفارت د سرپرستۍ په برخه کې خپل مسوولیت په غاړه واخلي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان د سفارت ټول اموال، موټر او په بانکي حساب کې شاوخوا پنځه لکه ډالره په خوندي توګه ساتل کېږي.

سفارت سپارښتنه کړې چې د افغانستان دری رنګه بېرغ په ودانۍ باندې رپانده پاتې شي.

د هند حکومت او طالبانو سمدستي د سفارت په اعلامیې باندې غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د سفارت د فعالیتونو تر ځنډېدو وروسته ویلي وو چې ځینې افغان قنسولګرۍ به فعاله وي.