د ایران د بشري حقونو یو سازمان: تهران یو ځوان په پټه په دار کړی

په ایران کې د دار یوه رسۍ

د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، تهران پرون پنج شنبه یو ځوان د امنیتي ځواکونو د یوه غړي په وژنې تر محکومولو وروسته په پټه اعدام کړی دی.

ویل شوي، دغه پوځي د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې د پراخو اعتراضونو پر مهال وژل شوی و، په ایران کې هغه اعتراضونه د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوي وو.

۲۲ کلنه مهسا امیني چې په خټه کردۍ وه، په بشپړ ډول د حجاب نه رعایتولو په تور نیول شوې وه چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې یې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

راپورونه وايي د هغو اعتراضونو په تړاو دا اتم اعدام دی چې د ایران له خوا عملي کېږي.

په ناروې کې د هه­نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، میلاد زهره­وند د لوېدیځ ښار همدان په یوه زندان کې پرون سهار اعدام شوی دی.

هه­نګاو سازمان چې تر ډېره د کردانو پر مسایلو تمرکز کوي ویلي، زهره­وند ته له مخکې د ده د اعدام په باب اطلاع نه وه ورکړل شوې او له کورنۍ سره یې د وروستۍ کتنې چانس هم نه دی ورکړل شوی.

په ایران کې دننه د دغه ۲۰ کلن ځوان د اعدام په باب رسنیو راپور نه دی ورکړل.