غزه کې نن څلور ورځنی اوربند پیل شو

اسراییلي ځواکونه په غزه کې

په غزې تړانګه کې په سیمه ییز وخت د سهار له اوه بجو د اسراییل او حماس ډلې تر منځ چې امریکا او اروپا یې ترهګر سازمان ګڼي، څلور ورځنی اوربند نافذ شوی.

دا اوربند د فلسطیني بندیانو او اسراییلي یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره منل شوی.

د راپورونو له مخې، اسراییل د یرغمل شویو کسانو لیست ترلاسه کړی چې تمه ده راخوشې شي.

خو د راپورونو په اساس، اسراییل د شپې پر غزې تړانګې درنې بمبارې کړې دي.

اسراییل وروسته له هغې د حماس ډلې خلاف چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، خپلې حملې پیل کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت بیا د وژل شویو فلسطینیانو شمېر څه باندې ۱۳ زره تنه یاد کړی دی.