اروپايي ټولنې په روغتیایي برخه کې افغانستان ته ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پرون پنج شنبه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ناروغیو د خپرېدو او ناوړه روغتیايي وضعیت پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

د دغې ټولنې د اعلامیې له مخې، دغه اندازه پیسې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې مالي مرستو هدف په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي څارنې ښه کېدل کول دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه څارنه به باندې ۲ میلیونه وګړو ته ګټه ورسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي وو چې له پاکستانه د افغانانو د ډله ییز اخراج له کبله، په ځانګړي ډول په راستنېدونکو کې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.

دغه سازمان دغه راز ویلي وو چې اووه لکه راستنېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لسو میلیونو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.