اوکراین کې د روسیې بریدونو ۴ ملکیان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي

د اوکراین یوه نښه شوې ملکي سیمه

د اوکراین پر ملکي اهدافو د روسي پوځیانو په بریدونو کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د راتلونکي ژمي پر مهال د دوی د انرژۍ پر اهدافو د روسیې ډېریدونکو بریدونو ته چمتووالی نیولی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینګو نن پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي چې د روسیې د توپونو په ډزو کې په خرسون کې ۳ تنه وژل شوي، ۵ ټپيان او له شپیتو زیات کورونه یې تخریب کړي دي.

د هغه په خبره، په بریسلاف ښار کې د روسیې بې پيلوټه الوتکې یو سپین ږیری سړی وژلی دی.

پر اوکراین د روسیې بریدونه داسې مهال دوام لري چې امریکا له اوکراین سره تازه د پوځي او مالي مرستو نوې بسته اعلان کړې ده.