هند په غزه کې د «مناسبو او پر له پسې» بشري مرستو غوښتنه وکړه

د هند صدراعظم، نریندر مودي

د هند صدراعظم نریندر مودي په غزې تړانګې کې فلسطینیانو ته د نړیوالې ټولنې د «مناسبو او پر له پسې» بشري مرستو غوښتنه وکړه.

مودي دا غوښتنه پرون (چهارشنبې) د شلو هیوادونو د ډلې په انلاین غونډه کې وکړه.

د دې ډلې مشري اوس د هند په غاړه ده.

ده وویل، دا تاییدوي چې د ټولو په نظر تروریزم د نه منلو دی خو د ملکیانو وژنه هم د غندنې وړ ده.

د هند صدراعظم زیاته کړه، د یرغملو د خلاصون د تازه خبرونو هرکلی کوي او هیله لري چې ټول ژر تر ژره خوشې شي.