یونیسف: غزه په نړیواله کچه ماشومانو ته تر ټولو خطرناکه سیمه ګرځیدلې

غزه کې یوه مور او وژل شوی ماشوم یې

د یونیسف اجرایي مدیره کترین روسیل وایي، د راپورونو له مخې په غزه کې له پنځه زره او درې سوو ډېر ماشومان وژل شوي چې په وینا یې دا د ټولو قربانیانو څلوېښت فیصده جوړوي.

مېرمن روسیل د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې دغه ماشومان پر اسراییلو د حماس سخت دریځې ډلې ، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، له بریدونو وروسته وژل شوي دي.

حماس د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نیټه پر اسراییلو زرګونه توغندي وتوغول او د اسراییلو خاورې ته په ننوتو یې پر اسراییلیانو بریدونه وکړل.

د اسراییل چارواکو ویلي چې دغو بریدونو کې ۱۲ سوه کسان وژل شوي او حماس سخت دریځې ډلې ۲۴۰ تنه له ځان سره غزې ته یرغمل بیولي دي.

د حماس تر دغو بریدونو وروسته اسراییلي پوځیانو پر غزې خونړي بریدونه پیل کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې زرګونه کسان ووژل او ټپيان کړل.

د یونیسف اجرايي مدیره میرمن روسیل چې د غزې له جنوبه ستنه شوې هلته د زرګونه ماشومانو وژل بې سارې پېښه بولي.

غزه کې د وروستیو جګړو یوه څنډه

هغې د اسراییلو او حماس ترمنځ د څلور ورځني اوربند له معاملې چې د چهارشنبې په ورځ وشوه، هرکلی وکړ.

د د غې هوکړې له مخې به یوشمېر برمته شوي اسراییلیان ازادیږي او د دواړو لوریو په جګړو او د غزې په بمبارۍ کې به هم وقفه رامنځته کیږي.

د یونیسف اجرایي مدیره بیا دغه وقفه کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې د وژنو د مخنیوي لپاره بېړني بشري اوربند ته اړتیا ده.

د غزې په اړه په یوه بل پرمختګ کې بیا پرون د مصر پلازمېنه قاهره د غزې د وضعیت په اړه د یوې غونډې کوربنه وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د منځني ختیځ مشر ډاکتر احمد المندهاري وویل، دوی د غزې تړانګې پر روغتیایي مرکزونو ۱۷۸ بریدونه مستند کړي چې په وینا یې دغو بریدونو کې د ۲۵ روغتیایي کارکوونکو په ګډون له ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

هغه د خبرو په یوه برخه کې وویل:

" نن په غزه کې خلک خوړو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو، سرپنا او خوندیتابه ته لاسرسی نه لري. اټکل کیږي چې د غزې پنځه اویا فیصده وګړي له تاوتریخوالي د تېښتې له کبله دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي."

په غزه کې له شاوخوا یوې نیمې میاشتې جګړې وروسته لنډمهالي اوربند خلک خوښ کړي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایدن هم په غزه کې د کیدونکي اوربند هرکلی کړی

اسوشیتید پریس خبري اژانس د قاهرې په نوم د مصر د دولتي تلویزیون په حواله ویلي چې دغه اوربند به د پنجشنبې ورځې په لسو بجو نافذیږي.

د اوربند دغه هوکړه د مصر، قطر او امریکا په منځګړیتوب ترلاسه شوې ده.

د هوکړې له مخې به په څو پړاوونو کې د اسراییلیانو ۵۰ یرغمل شوي کسان د ۱۵۰ کسانو د خوشې کېدو په بدل کې چې حماس یې فلسطیني زندانیان یادوي، ازادیږي.

دواړه لوري اول ګام کې ښځې او ماشومان ازادوي.

حماس ویلي چې غزې ته به د تېلو په ګډون د بشري مرستو سلګونه لارۍ هم د تګ اجازه ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له دغې هوکړې هرکلی کړی او ویلې یې دي، د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د لنډمهالي اوربند د تمدید ملاتړی دی.

د برېتانیا، فرانسې، چین او روسیې په ګډون څو هېوادونو له دې هوکړې هرکلی کړی دی.