مجاهد: د ملا هبت الله په مشرۍ مو کندهار کې د وزیرانو شورا غونډه پای ته ورسېده

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده

د طالبانو د حکومت ویاند په کندهارکې د طالبانو د مشرملاهبت الله اخوندزاده په مشرۍ د وزیرانو شورا د دوه ورځنۍ غونډې د پای ته رسیدو خبرورکوي.

په هغې اعلامیه کې چې ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټرکې خپره کړې، ویل شوي چې دا غونډه د تیرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کندهارکې جوړه شوې وه.

اعلامیه ترډیره د افغانستان وګړو ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې وزیرانو ته د هبت الله اخوندزاده پر لارښوونو څرخي او په یوه برخه کې یې نوموړی ټولو وزیرانو ته هدایت ورکوي چې هغو افغان کډوالو ته چې له پاکستانه بیرته خپل هیواد ته ستنول کیږي، خدمت ته د خپلو کارونو په سرکې ځای ورکړي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې د هیواد د نوي نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د زده کونکو او استادانو د ستونزو د حل په تړاو له بحث او مشورو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.

خو دا چې ایا د نجونو د زده کړې پرموضوع هم خبرې شوي کنه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته منځني او ثانوي ښوونځیو د نجونو پرمخ تړل شوي او همدارنګه نجونې او ښځي له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوې دي.