د اسراییلو صدراعظم په غزه کې څو ورځني اوربند ته لېوالتیا ښودلې

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو له خپل حکومت څخه غوښتي دي چې د حماس د تندلارې ډلې په ولکه کې د یوشمېر اسراییلي برمته وو د خوشې کولو د توافق لپاره څو ورځنی اوربند ومني.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

قطري چارواکي چې په دې خبرو کې منځګړتوب کوي او همداراز متحدوایالتونو، اسراییلو او حماس ډلې ویلي دي چې داسې یوه توافق ته د رسېدلو احتمال ډېر نژدې ښکاري.

ویل کېږي چې حماس ډلې له ۲۰۰ زیات هغه اسراییلي یرغمل ساتلي چې د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسراییل د برید پرمهال یې نیولي وو.