ټام وېسټ: هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د مرستندویانو ملاتړ ته دوام ورکوو

له پاکستانه خپل هېواد ته یوه ستنه شوې افغانه کورنۍ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په داسې حال کې چې د مهاجرت نړیوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري له پاکستانه خپل هېواد ته له ستنول شویو افغان کډوالو سره مرستې او په سیمه کې د بېړنیو اړتیاوو چارې تنظیموي، امریکا به د دې ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ټام وېست بېګا پر اېکس شبکې په یوه بیان کې ویلي، دی له دې سره موافق دی چې راستنېدونکي افغانان د خونديتوب، درناوي او ساتنې مستحق دي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې زرګونه راستنېدونکو افغانانو ته د خوړو، استوګنځي او روغتیايي خدماتو د برابرولو په چاره کې له سیمه‌ييزو افغان چارواکو سره د خپلو شریکانو له ښې همکارۍ څخه خوشاله ده.

د طالبانو چارواکو ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې تر اوسه له څلور لکه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.