برېتانیا به تازه رسیدونکو افغان کډوالو ته کورونه ورکړي

له افغانستانه یو شمېر وتونکي خلک په هوایي ډګر کې - تصویر له ارشیفه

په بریټانوي چارواکو د افغان کډوالو د هستوګنولو په برخه کې له انتقادونو سره سره دوی ژمنه کړې چې دا میاشت به تازه رسېدونکي افغان کډوال د دفاع وزارت اړوندو ودانیو کې مېشت کړي.

بریټانیا نږدې پنځه ویشت زره کسان تر دې دمه له افغانستانه وړي دي. په دې کې ډېر کم د بریټانیا تابعیت لرونکي افغانان هم شامل دي خو پاتې اکثر یې هغه خلک دي چې یا یې په خپله یا یې د کورنیو غړیو له بریټانوي پوځ، بریټانوي موسسو او اړوندو سازمانونو سره کار کړی دی.

د سه شنبې په ورځ د بریټانیا د اکسفورډشایر ښار چارواکو ویلي چې هلته یې په وېل وایټ هارس ولسوالۍ کې واردمخه تازه رسېدونکو افغانانو ته کورونه ځانګړي کړي دي.

د وایټ هارس یوې مسوولې هیلین پېګهلز په یوه بیان کې ویلي په دې سیمه کې د افغان راتلونکو مېلمنو لپاره هرکلی وايي او دا هغه خلک وو چې په افغانستان کې یې د بريټانوي پوځیانو سره اوږه په اوږه عملیات مخته یوړل او ځانونه یې په خطر کې واچول.

د راپورونو له مخې په دې سیمه کې دمګړۍ ۲۷ ودانۍ د راستنېدونکو افغانانو لپاره ځانګړې شوي. سربېره په دې چې ۴۴ ودانۍ هغو افغانانو ته چمتو شوي چې له هوټلونو وځي.

د بریټانیا حکومت د ۲۰۲۲ کال په پيل کې د افغانانو د انتقال او هلته د مېشتولو لپاره یو پروګرام پیل کړ چې لا یې هم دویمه او دریمه برخه نه ده عملي شوې.

لومړۍ هغه دوره وه چې پکې د بریټانیا مستقیم افغان همکاران شامل وو. په دویم او دریمه کټګوري کې له خطر سره مخ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي شاملیږي.

بریټانیا د اوس لپاره افغانان له پاکستانه انتقالوي هغه هم داسې یو وخت چې دا له خطر سره مخ افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د بریټانیا حکومت تېره میاشت د دولسو چارتر پروازونو یوه لړۍ پيل کړه چې تمه ده د ډسمبر تر پایه دوام وکړي.