د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه شوې

تصویر له ارشیفه

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په یوشمېر ولایتونو کې د واورې د ورېدو او د تېز ورښت له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

د هواپېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې چهارشنبه د لیندۍ په لومړۍ نېټه او سبا پنجشنبې د هرات، غور، بدخشان، تخار، کندز، بامیان او پنجشیر په ګډون د هېواد د اتلسو ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې د واورې اټکل کېږي.

بیان زیاتوي چې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ څخه نیولې تر ۳۵ میلي مترو پورې د ورښتونو او د سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.

په افغانستان کې د پرمختللو عامه تاسیساتو د نشتوالي له کبله ډېری وخت له ورښتونو وروسته سېلابونه راوځي چې سږکال او په تېرو کلونو یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

هواپېژندنې ادارې داسې وخت د څو ولایتونو په شمول په سالنګونو د واورې د اورېدو اټکل کړی چې دا لویه لار وار له ډېره وخته د بیارغونې د چارو په خاطر د ټرافیکو په مخ تړلې او شمال ته د خاواک کوتل په څېر متبادلې لارې اوږدې او ډېرې ستونزمنې دي.