سیگار: مرستندوی بنسټونه د افغانستان له مطلقو بېوزلانو سره مرسته نه شي کولای

د افغانستان یو شمېر بېوزلان

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) وايي، مرستندویه موسسې نه شي کولای له ټولو هغو کسانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د مطلقې بې وزلۍ په حال کې دي.

سیګار پرون (د نومبر په ۲۱ مه) اېکس شبکې (پخواني ټویټر) کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي د مشر له قوله لیکلي چې دوی اړ دي د لوږو او ډېرو لوږو تر منځ له وروستۍ ډلې سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د یو وخت ډوډۍ د چمتو کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې کې ۱۶ میلیونه ماشومان هم شامل دي.

د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار څو ورځې مخکې یو مفصل رپوټ هم د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ او هلته یې نیوکه کړې وه چې د امریکا د بشري مرستو میلیونونه ډالره طالبانو د ځان لپاره ګرځولې دي.