کندهار: د زړې سرګلولې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي کړی دی

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

په کندهار کې د یوې زړې سرګلولې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

په کندهار د طالبانو د امینه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر تاییدوي چې یوه زړه سرګلوله نن ترغرمې وروسته د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوسپنو په یوه دوکان کې چاودلې چې دغه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.

دا پیښه داسې مهال شوې چې د فغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې چې له ۱۹۸۸ راهیسې د ماین پاکۍ هڅې پیل شوې، تراوسه د جګړې پاتې څه باندې دیارلس میلیونه چاودیدونکي وسیلې او نژدې ۷۶۴ زره د پرسونل ضد او ۳۳ زره او ۴۶۰ د عرادې ضد ماینونه ایستل شوي دي.

د ماین اکشن ریویو په نوم یوه سازمان تیره اونۍ په یوه راپورکې وویل چې افغانستان تراوسه د نړۍ د هغو دری هیوادونو له ډلې یودی چې په ډیره ځمکه کې یې تراوسه ماینونه او نورې ناچاودې وسیلې خښې دي.