د تورخم لاره بیرته پرانیستل شوه

تورخم

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې یو چارواکی خان جان الکوزی وایي، د تورخم لاره بیرته د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

نوموړي نن مخکې ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره له پاکستاني لوري سره د طالبانو د چارواکو د ترسره شویو خبرو په نتیجه کې بیرته پرانیستل شوې.

هغه زیاته کړه چې د دغې دروازې تړل کیدل په تورخم کې د کمیسارانو له صلاحیته پورته و او په دې اړه باید د طالبانو او د پاکستان چارواکي پریکړه وکړي.

له دې مخکې پاکستان ویلي وچې یوازې هغو افغان ټرک چلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي چې د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.

د پاکستان د دې اقدام په وړاندې په تورخم کې سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو تراوسه د باروړونکو موټرو پرمخ د دغې دروازې د پرانیستل کیدو په اړه څه ندي ویلي.