جرمني اوکراین ته د ۱،۲ میلیارده یورو نوې پوځي مرسته اعلان کړه

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس

جرمني له اوکراین سره د ۱،۳ میلیارد یورو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه چې د هوايي مدافعې یو ځواکمن سیسټم هم او د توپچي مهمات هم پکې شامل دي.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس Boris Pistorius نن- د نوامبر ۲۱ مه په کییف کې له خپل اوکرایني سیال رستم عمروف سره د کتنې پر مهال اعلان کړه.

جرمني چې له متحدوایالاتو وروسته له اوکراین سره په پوځي برخه کې تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی مخکې هم اوکراین ته د هوايي مدافعې IRIS-T ډوله سیسټم چمتو کړی او وروستی ځل یې تېره میاشت وروسپاره.

پیستوریوس نن سهار په ناڅاپي سفر اوکراین ته ورسېد څو په پوځي برخه کې له اوکراین سره د جرمني د مرستو د دوام ډاډ ورکړي.

پیستوریوس په داسې حال کې دا سفر کوي چې روسیې پر اوکراین د توغندیو او ډرونونو د حملو خونړۍ څپه پیل کړې او په ترڅ کې یې تر ډېره عامه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.