روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغانانو اېستو پر روغتیایي امکاناتو فشار زیات کړی

له پاکستانه تازه اېستل شوي یو شمېر افغان کډوال

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO څانګه وايي له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر له زیاتېدو سره پر روغتیايي امکاناتو فشارونه زیات شوي دي.

WHO پر اېکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې د روغتیايي برخې عملیات له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له راستنېدونکو افغانانو سره په صحي برخه کې د مرستې لپاره یې له مرستندویو هېوادونو څخه د لس میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې.

نړیوالو خیریه ټولنو د هغو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې پاکستان یې په جبري ډول ایستل د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې پیل کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن رویټرز خبري اژانس ته وویل چې تردې دمه له څلور لکو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.