د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر د حماس ډلې مشر سره لیدلي

اسماعیل هنیه، د حماس سخت دریځې ډلې مشر

د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشرې میریانا سپولیریچ ( Mirjana Spoljaric) د حماس سخت دریځې ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره کتلي دي.

حماس ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پیژني، د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې په غزه او شاوخوا سیمو کې له اسراییلي ځواکونو سره په جګړه بوخته ده.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د سره صلیب مشرې له اسماعیل هنیه سره دغه لیده کاته پرون په قطر کې کړي دي او د غزې د بشري وضعیت په تړاو یې خبرې کړي.

سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مشرې یې په همدې تړاو له قطري چارواکو سره هم لیده کاته درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو او حماس منځګړو مذاکره کوونکو ویلي چې د حماس له خوا د برمته شویو ۲۴۰ اسرایلیانو د خوشې کېدو هوکړې ته نژدې شوي دي.

اسراییلي ځواکونو د همدې برمته نیونې او شاوخوا ۱۲ سوو نورو اسرایلیانو د وژنې په غچ کې پر غزې له نژدې یوې نیمې میاشتې راهیسې بریدونه پيل کړي دي.