داوړ: د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د اېستلو پر پریکړې غور کوي

د پاکستان د سترې محکمې تصویر

د راپورونو له مخې، د پاکستان سترې محکمې منلې ده چې له دې هېواده د لکونه افغان کډوالو د اېستلو د پرېکړې په اړه غور وکړي.

د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داړو پر اېکس شبکې (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې ویلي چې د سترې محکمې له قاضي یحیی اپریدي سره په کتنه کې یې د افغانانو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او سترې محکمې د دوی دعوې په اړه د بحث ژمنه وکړه.

پاکستاني رسنیو هم د نامعلومو سرچینو په حواله دا خبر ورکړی خو ویلي یې دي چې سترې محکمې په دې اړه د بحث لپاره د غونډې نېټه نه ده اعلان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ده او په دې ترڅ کې پرون هم زرګونه کسان د تورخم او سپین بولدک له دروازو څخه هېواد ته ستانه شول.