اوکراین ته سفر؛ د امریکا دفاع وزیر د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ

د امریکا دفاع وزیر او د اوکراین ولسمشر

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن نن (دوشنبې) د اوکراین چارواکو ته د متحدو ایالتونو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

اسټن داسې مهال کییف ته تللی چې د اوکراین په لویدیځو ملاتړو په ځانګړې ډول امریکا کې له " جګړې د ستړیا" اندېښنې راپورته شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چې د متحدو ایالاتو ملاتړ به له لاسه ورنکړي.

اسټن زیلینسکي ته وویل: «ښاغلیه ولسمشره؛ هغه پیغام چې نن ما تاسو ته راوړی، دا دی چې د امریکا متحد ایالتونه له تاسو سره دي. موږ به د اوږدې مودې لپاره ستاسو سره پاتې شو.»

تر دې مخکې اسټن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي:کیف ته رسیدلی چې د اوکراین له مشرانو سره وویني.

هغه ډاډ ورکړی چې متحده ایالتونه د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د ازادۍ د جګړې ملاتړ ته دوام ورکوي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرروۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري او د همدې جګړې له پیله د روسیې او لویدیځو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوي دي.