د ماشوم نړیواله ورځ؛ د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان: بې کوره شوي یوو، سرپنا نه لرو

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان

د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the Children) د نومبر د ۲۰مې په مناسبت چې د ماشومانو نړۍواله ورځ ده، په مناسبت یې په يوه اعلاميه کې ويلي چې نړۍ اوس د ماشومانو لپاره ډېر خطرناک ځای دی.

دې ادارې د افغانستان په لوېديځ کې د وروستيو زلزلو په ګډون په ځينو هېوادونو کې روانو بحرانونو ته اشاره کړې او ويلي یې دي چې په زياتو هېوادونو کې طبيعي پېښې او شخړې لامل شوي چې ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

سېف د چېلډرېن زياته کړې، چې لوږه په نړۍ کې له هرو پنځو ماشومانو څخه يو وژني او دا چې په ټوله نړۍ کې هره شپه میلیونونه ماشوم وږي ویده کېږي، ناراحته کوونکې ده.

په ورته وخت کې په هرات کې د زلزلو له امله زیانمن شوي ماشومان وايي، د کورنۍ د غړو او کورونو له لاسه ورکولو وروسته اوس د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري.

لس کلن اسحاق چې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی وايي، د هرات په زلزله کې يې د کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي.

اسحاق چې د ماشومانو له نړۍوالې ورځې څخه خبر نه دی، خپل راتلونکي ته اندېښمن دی او د خپلې مور او د کورنۍ د نورو غړو يادونه کوي.

هغه د خپلې کورنۍ د له لاسه ورکولو ترخه کیسه ازادي راډیو ته کوي او وایي:" ۱۱ بجې له ښوونځي څخه رخصت شوم، زلزله وشوه، راغلم چې و مې لیدل مور او کورنۍ مې تر خاوره لاندې شوي وو، کله مو چې را وایستل، ټول شهیدان شوي وو. اوس مې له تره سره یم او سرپنا نه لرو."

د هرات د کشکک کلي یو بل زلزله ځپلی ماشوم محمد وايي، پلار یې مخکې مړ شوی و او د بې وزلۍ له امله یې خپله کار کاوه.

محمد وايي، کله چې له کاره راستون شو، وې لیدل چې زلزلې یې کور او کورنۍ له منځه وړې ده.

نوموړی زیاتوي:

"ځمکه ښورېدله، راغلم او ومې ليدل چې په کور کې مو څوک نشته، مور مې، څلور خويندې او ورور مې شهيدان شوي وو، زه بې سرپناه پاتې شوم او بل څوک نه لرم."

د هرات یو ماشوم، چې په زلزله کې د خپل ویجاړ شوي کور مخې ته ولاړ دی

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د ماشومانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان په لوېدیځ او په ځانګړې توګه په هرات کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۹۶ زره ماشومان زیانمن شوي او له هغوی سره د مرستې لپاره شل میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د طبیعي پېښو ترڅنګ بې وزلي او بې روزګاري بله هغه ستونزه ده چې کورنۍ نه شي کولای خپلو ماشومانو ته سالم او پوره خواړه برابر کړي.

۳۰ کلنه شګوفه چې یو درې کلن زوی لري او اوس امیندواره هم ده، وايي مېړه يې بې دندې دی او د خپل ماشوم د دوه وخته ډوډۍ لپاره پيسې نه لري.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"زه یو زوی لرم، خپله هم تکلیف لرم، زوی مې شپه او ورځ ژاړي او وايي مورې وږی یم، یو شی راکړه، خو زه څه نه لرم، مېړه مې بې دندې دی او هره ورځ په کار پسې ګرځي، خو کار نه ورته پیدا کېږي. کور کې هم څه نه لرو چې خرڅ یې کړو او ډوډۍ پرې واخلو، زموږ وضعېت ډېر خراب دی."

د ماشومانو د حقونو یو فعال محب زغم وايي، په افغانستان کې د ماشومانو وضعېت هېڅکله هم ايډيال نه و او پر هغو ستونزو سربېره چې پخوا موجودې وې، نوې ستونزې هم ور زیاتې شوي چې هغه له زده کړو د ښځینه زده کوونکو بې برخې کول دي.

یو شمېر کابل مېشتې افغان ماشومانې - تصویر له ارشیفه

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د افغان ماشومانو لپاره چې اوس څه لومړیتوب لري، هغه د زده کړې حق، د صحي خوړو حق او د روغتیایی خدماتو حق دی چې له بده مرغه په افغانستان کې له دې حقونو څخه اوس محروم دي، ځکه چې حکومت نه شي کولای؛ په ټولو برخو کې خدمات وړاندې کړ او همدا ډول په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه هم د دې لامل شوي چې ماشومانو ته دا خدمات وړاندې نه شي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې له ۲۹ میلیونه ډېر افغانان چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نږدې ۱۶ میلیونه یې ماشومان دي.

ویل کیږي چې له دغو ماشومانو څخه شاوخوا ۹۰۰ زره یې په سختې خوارځواکۍ اخته دي.