د امریکا دفاع وزیر د اوکراین پلازمېنې ته رسېدلی

د امریکا دفاع وزیر د اوکراین ولسمشر سره

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډ اسټن نن دوشنبه د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسیدلی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، له اوکراینه د ملاتړ په هدف دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې د اوکراین په لویدیځو ملاتړو په ځانګړې توګه امریکا کې له " جګړې د ستړیا" اندیښنې راپورته شوي دي.

اسټن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي" زه کیف ته راورسېدم چې د اوکراین له مشرانو سره ووینم".

هغه ډاډ ورکړی چې متحده ایالتونه د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د ازادۍ د جګړې ملاتړ ته دوام ورکوي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرروۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري او د همدې جګړې له پیله د روسیې او لویدیځو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوي دي.