د امریکا کانګرس د طالبانو د حکومت د غړو پر سفرونو د ډېر بندیز غوښتنه وکړه

د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وایي، نړۍ باید د طالبانو د حکومت پر غړو د سفر بندیزونه پراخ کړي.

د دغې کمېټې مشر مایکل مککال تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر اروپا ته د طالبانو د حکومت د یوه غړي راتګ ته په اشارې لیکلي چې " دا د نه منلو وړ" کار دی.

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ادارې مشر عبدالباري عمر په دې وروستیو کې سلواکیا، بلجیم، هالنډ او جرمني ته سفر کړی چې د یوشمېر اروپایي چارواکو غبرګونونه یې هم پارولي دي.

په جرمني کې د کونړ کلتوري تولنې مسوول، عزیز سرشار چې له دغه طالب چارواکي سره یې یوه غونډه کې کتلي ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی عمر په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره په شینګن ویزه لومړی هالنډ ته تللی او بیا یې نورو اروپایي هېوادونو ته سفر کړی دی.

خپله عبدالباري عمر هم د شنبې په ورځ، په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي وو، چې اروپا ته د خپل سفر پر مهال یې په هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني کې له افغانانو سره لیدلي او د دغو غونډو انځورونه به وروسته خپاره کړي.