غزه کې د حماس افراطي وسله والو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

د غزې یوه څنډه

د حماس افراطي ډلې وسلوالو له اسراییلي ځواکونو سره چې هڅه یې کوله د غزې تر ټولو لوی کمپ ته ځان ورسوي، پرون یکشنبه جګړه کړې ده.

له جګړې سره- سره امریکايي او اسراییلي چارواکي وايي، چې د ځینو یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه سلا کېدو ته نږدې شوې دي.

کله چې حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه پر اسرائیل وژونکې حمله وکړه شا و خوا ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل، هغه حمله د دې سبب شوه، چې اسرائیل د حماس ډلې د ختمولو لپاره د فلسطینیانو پر دې کوچني قلمرو یعنې غزې تړانګه حملې پیل کړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.