روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته لسګونه زره ستنو شویو ته مو روغتیایي خدمتونه برابر کړي

افغانستان ته له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي خلک

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO افغانستان ته په لسګونو زره نویو راستانه شویو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د نومبرمیاشتې تر۱۴ نیټې پورې د روغتیا نړیوال سازمان او د دې سازمان روغتیایي شریکانو ۵۱ زره او ۴۹۱ کسانو ته مختلف روغتیایي خدمتونه رسولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي و، په داسې حال کې چې تمه ده، ۱،۳ ملیونه افغانان له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شي، دا هیواد د ناروغیو د خپریدو په ګډون له ډیرو روغتیایي خطرونو سره مخ دی.

دې سازمان د راستنیدونکو اوه سوه زره کسانو لپاره د اړینو روغتیایي خدمتونو د چمتوکولو لپاره د لس ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه.

پاکستان له خپلې خاورې د بې اسناده افغان کډوالو د په زوره ایستلو لړۍ د نومبرله لومړۍ نیټه رسماً پیل کړې ده.