د قطر صدراعظم: د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د اسراییل او حماس په هوکړې ډاډه یم

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني نن ویلي، چې ډاډه دی د یرغمل شویو خلاصون لپاره به د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ یوه موافقه وشي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د قطر دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې پر دې موافقې د سلا کېدو لپاره پاتې چلنجونه ډېر کم دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسراییل، د امریکا متحدو ایالتونو او حماس ډلې پر یوه ازمېښتي موافقه سلا کړې، چې له مخې به یې په جګړه کې د پنځه ورځنۍ وقفې په بدل کې په غزه کې په لسګونو یرغمل شوي ښځې او ماشومان خوشې شي.

خو د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو ویلي، چې داسې کوم توافق لا نه دی شوی.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په خپله حمله کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل.