اسراییلي سیال سره خبرې؛ د جرمني صدراعظم غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

د جرمني صدراعظم اولف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولف شولڅ له خپل اسراییلي سیال، بنیامین نتنیاهو سره په پرونیو ټلیفوني خبرو کې په غزې تړانګه کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه.

د جرمني د حکومت مرستیال ویاندې کریستین هوفمن (Christiane Hoffmann) پرون شنبه په برلین کې ویلي، صدراعظم شولڅ په غزې تړانګه کې د خلکو د بشري وضعیت د بهترۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

د هغې په وینا، بشري اوربند کولی شي د خلکو د وضعیت په ښه کېدو کې ونډه ولري.

د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، په دې ټلیفوني تماس کې شولڅ د اسراییل له خلکو سره د جرمني پر پیوستون هم ټینګار وکړ.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي، چې د اسراییلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲زره ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

اسراییل د حماس ډلې پر خلاف پر غزه خپلې حملې وروسته له هغې زیاتې کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په خپلو حملو سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ نور کسان یرغمل کړل.