مصر او اردن د غزې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو برید وغانده

په غزه کې یو شمېر وژل شوي فلسطینیان

مصر پرون یکشنبه د غزې تړانګې پر یوه ښوونځي چې ملګرو ملتونو یې ملاتړ کاوه، د اسراییلي ځواکونو حمله په کلکه وغندله.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا د فلسطیني وګړو په وړاندې یوه جدي سرغړونه ده.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم دا د اسراییل د وحشتناکې روانې جګړې یو بل مورد ګڼلی دی او په وینا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

راپورونه وايي ګڼ کسان پرون شنبه هغه وخت ووژل شول، چې د غزې تړانګې په شمال کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د توغندي حمله وشوه.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲زره ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

اسراییل د حماس ډلې پر خلاف پر غزه خپلې حملې وروسته له هغې زیاتې کړې، چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په خپلو حملو سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ نور کسان یرغمل کړل.