د هالنډ حکومت: خپلې خاورې ته د یوه طالب چارواکي د سفر په اړه څېړنې کوو

د خوړو او درملو ادارې لپاره د طالبانو د حکومت مشر، عبدالباري عمر

د هالنډ حکومت وايي، په هاګ کې د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) په یوه کنفرانس کې چې د نوامبر له ۶مې تر ۸مې جوړ شوی و، د یوه لوړپوړي طالب چارواکي د ګډون په اړه تحقیقات کوي.

د هالنډ روغتیا وزیر ایرنست کیوپرس (Ernst Kuipers) چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې له مشر، عبدالباري عمر سره یې د اخیستل شوي عکس خپرېدل لانجمن شوي پرون په خپله اېکس شبکه (چې پخوا د ټویټر په نوم یادېده) ویلي، دې کنفرانس کې د عبدالباري عمر د ګډون په باب څېړنې روانې دي.

ویل شوي، ښاغلي عمر د هاګ د کنفرانس په څنډه کې د جرمني په کُولن کې د افغانانو په یوه غونډه کې هم برخه اخیستې او هلته یې د خپل حکومت په ملاتړ وینا هم کړې ده.

د جرمني خبري اژانس په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د طالبانو د استازي حضور په کولن کې غندلی دی.

د جرمني دغه ژانس د بهرنیو چارو وزارت په وینا زیاتوي، چې د جرمني حکومت له مخې د طالبانو د دې چارواکي له سفره خبر نه و او ده ته جرمني، ویزه نه ده ورکړې.

په خپله عبدالباري عمر پرون په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، چې اروپا ته یې د سفر پر مهال په هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني کې له افغانانو سره کتلي چې تصاویر به یې وروسته خپاره شي.