الکوزی: کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د اېسار کړل شویو کانتینرونو لېږد به څو ورځې وخت ونیسي

د افغانستان - پاکستاان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول، خان جان الکوزی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول وايي، د یوې تګلارې له بشپړولو وروسته به د پاکستان له کراچۍ د افغان سوداګرو د نږدې ۳۵۰۰ را اېسارو کړل شویو کانټینرونو د لېږد بهیر پیلېږي.

خان جان الکوزي پرون ناوخته له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، ممکن دا کار څو ورځې وخت ونیسي.

الکوزی زیاتوي:

"هغه کانټینرونه چې په ممنوعه لیست کې دي، هغه به نه راوځي، هغه کانټینرونه چې په ممنوعه لیست کې دي، هغه به راوځي او د یوه پروسیجر له مخې به د کاروان په شکل راځي. پروسه یې شروع نه ده، یو څو ورځې وخت غواړي."

ښاغلي الکوزي تر دې مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د شا و خوا ۳۵۰۰ کانټینرونو د لېږد بهیر به د شنبې په ورځ پیل شي.

په کراچۍ بندر کې له لږ تر لږه درېیو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو شاوخوا ۴۰۰۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

اسلام اباد د اکټوبر پر درېیمه، له افغانستان سره د ټرانزېټ په تجارتي تړون ځینې بدلونه راوستل، خو افغانستان هغه رد کړي وو.