کولن کې د یوه طالب چارواکي حضور؛ د جرمني چارواکي په دې اړه څېړنې کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کولن ښار کې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې د رییس حضور په اړه څېړنې کوي. عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ په کولن کې یوې غونډې ته وینا کړې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه لیکلي، عمر ته یې ویزه نه ده ورکړې او برلین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.