د کولن په یو جومات کې د طالبانو د یوه چارواکي حضور د جرمني غصه راپارولې

د جرمني بیرغ

د طالبانو د حکومت د خوړو او دوا د ادارې د رییس عبدالباري عمر حضور د جرمني د کولن ښار په یوه جومات کې د جرمني د چارواکو غصه پارولې ده.

د جرمني 'ډي پي اې' اژانس په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د طالبانو د استازي حضور په کولن کې غندلی دی.

دا وزارت زیاتوي چې حکومت وار له مخه د طالبانو د دې چارواکي له سفره خبر نه و او ده ته جرمني ویزه نه ده ورکړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې پر دې موضوع به غور وکړي.

د پنجشنبې په ورځ چې کومه ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوه، په هغې کې عمر ښکاري چې د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه په کولن کې د افغانانو یوې غونډې ته وینا کوي.