د غزې چارواکي: له الشفا روغتونه اکثره ناروغان، کارکوونکي او پناه اخیستونکي ووتل

د الشفا روغتون یوه څنډه

په غزه کې روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې له الشفا روغتون څخه اکثر ناروغان، روغتیایي کاروونکي او هغه بې‌ځایه شوي چې دلته یې پناه اخیستې وه نن ووتل.

د غزې په تړانګه کې الشفا روغتون تر ټولو ستر روغتون دی چې تېره اوونۍ اسراییلي ځواکونو ونیوه.

د روغتون چارواکو نن له اسراییلي ځواکونو د روغتون د تخلیې امر ترلاسه کړ.

اسراییلي ځواکونو ویلي، هغه کسان چې وځي هغوی ته به لاره ورکړي چې په خوندي ډول ووځي.