په غزه کې تر یوه بریده د انټرنېټ او ټیلفون خدمات بېرته فعاله شول

په غزه کې د جګړو له کبله ویجاړې شوې ودانۍ

په غزه تړانګه کې نن تر یوه بریده د انټرنېټ او ټیلفون خدمات بېرته فعاله شول.

تر دې مخکې په سیمه کې د قطع شوي مخابراتي ارتباط له امله ملګرو ملتونو خپلې مهمې بشري مرستې ځنډولې وې، ځکه چې د خپلو کاروانونو ترمنځ یې همغږي نه شوای رامنځته کولی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په غزه کې دوه میلیونه او درې لکه کسان د خوراکي موادو او اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

خو سمدستي څرګنده نه ده چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو اداره یا اونروا به د مرستو لړۍ چې د جمعې په ورځ یې درولې وه، بېرته کله پيلوي.