چارواکي: په غزه کې د اسراییلو د بمبارۍ له کبله ۳۲ کسان وژل شوي

د غزې په یوه څنډه د بمباریو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د روغتیایي چارواکو په وینا، د اسراییل هوایي ځواکونو د غزې په جنوب کې د استوګنې په کورونو د جمعې په ورځ بمباري وکړه چې له امله یې لږ تر لږه دوه دېرش فلسطینیان ووژل شول.

اسراییل تر دې برید مخکې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې هلته حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې یوه ترورستي ډله بولي، په نښه کوي.

بل لور ته د روغتیا د برخې د مسوولانو په وینا، تېره شپه د غزې د خان یونس د استوګنې په یوه سیمه کې د هوایي حملې په ترڅ کې شپږ ویشت فلسطینیان وژل شوي او درویشت نور ټپیان شوي دي.

له دې سیمې څو کیلومتره د شمال لور ته هم پر یوه کور د بمي برید له امله شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.