سبا د کرکټ نړيوال جام د سياليو پايلوبه د هند او اسټراليا ترمنځ ده

د‌ هند کرکټ د لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې سبا د هند په احمد اباد کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې د یو ورځني کرکټ نړیوال جام پایلوبه د کوربه هند او اسټرالیا ترمنځ وشي.

د نریندرا مودي د کرکټ سټیډیوم په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو لوی لوبغالی دی چې د یولک او دوه دېرش زره لیدونکو لپاره ځای لري.

په نیمه پایلوبه کې هند نیوزیلنډ ته او اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.