ملګري ملتونه: له پاکستانه د کډوالو ایستل د بحران د پراخېدو ګواښ رامنځته کوي

له پاکستانه د افغانستان کندهار ته ستانه کړاي شوي افغان کډوال

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو ایستل دا ګواښ رامنځه ته کوي چې د افغانستان روان بشري بحران نور هم پراخ شي.

دې ادارې پرون پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه بیان کې وویل چې ډېری راستنېدونکي کډوال نه کار- روزګار لري او نه د اوسېدلو ځای. بیان یادونه کوي چې پاکستان داسې مهال دا اقدام وکړ چې ژمی راروان دی او زیاتوي چې دا پرېکړه تردې په بد وخت کې نه شوای کېدلای.

'یو این ایچ سي آر' دا اندېښنه داسې مهال څرګندوي چې د نومبر د لومړي نېټې د مهلت له پای ته رسېدو وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شو.