د بخښنې نړیوال سازمان د 'پریسا آزاده' پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالې پریسا آزاده د غیرقانوني نیول کېدو پر راپورونو ژوره اندېښنه ښودلې.

دې سازمان پرون پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې مېرمن آزاده، منیژه صدیقي، ندا پرواني، ژولیا پارسي، د نوموړې مېړه رسول پارسي او د بشري حقونو نور فعالان باید سمدستي له بنده خوشې شي.

که څه هم د طالبانو حکومت د دې فعالانو د نیول کېدو پخلی نه دی کړی خو ویل کېږي چې دوی د طالبانو استخباراتو نیولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پخوا هم ویلي دي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول دي او په پروني بیان کې یې یوځل بیا ټینګار کړی چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه او غیرقانوني اقدامات د بشریت پر ضد جنګي جرایم بلل کېدای شي.