د روسیې او پاکستان چارواکو د افغانستان او د سیمې پر امنیت خبرې کړي

د اسلام اباد یوه څنډه

د روسیې او پاکستان چارواکو د افغانستان او د سیمې پر امنیت خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د روسیې- پاکستان د ګډ کاري ګروپ په لسمه غونډه کې چې پرون په اسلام آباد کې جوړه شوه د روسیې د بهرنیوچارو مرستیال وزیر سیرګي ویرشینین او د هغه پاکستاني سیال سیدحیدر شاه ګډون کړی و.

بیان زیاتوي چې دواړو خواوو په دې غونډه کې په سیمه او نړۍ کې د تروریستي ګواښونو په اړه خبرې وکړې او په دې ترڅ کې یې د افغانستان، منځنۍ او جنوبي آسیا او شمالي افریقا په اړه ځانګړی بحث وکړ.

په راپور کې راغلي چې پاکستان او روسیې موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه به د تروریزم د مالي سرچینو د وچولو او د تروریزم پر ضد د مبارزې په نورو برخو کې په خپلو کې همکاري کوي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې په تروریستي حملو کې زیاتوالی راغلی.