ملګرو ملتونو غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر وځنډاوه

د غزې بې ځایه شوي کورنۍ

ملګرو ملتونو غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر، د سونګ د موادو د کمښت او د مخابراتي شبکو د شنډېدو له کبله پرون وځنډاوه.

دا اقدام به د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د زرګونه وږو او بې کوره فلسطینیانو وضعیت تر دې لا خراب کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې ملکي وګړي د غذایي موادو د کمښت له کبله سمدستي له احتمالي قحطۍ سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د جګړې اوومه اوونۍ پیلېږي، د نړیوالو موسسو چارواکي وايي چې د غزې پر ۲،۳ میلیون وګړو د روان بحران یو نوی وېروونکی پړاو راروان دی. اسراییلو ژمنه کړې چې پر غزې واکمنه حماس ډله به له منځه وړي.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

اسراییلو وروسته له هغه په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل چې دې ډلې د اکتوبر په ۷مه د اسراییلو پر خاوره برید وکړ، لږترلږه ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ کسان یې برمته کړل.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلو په حملو کې له ۱۲ زرو زیات کسان چې پنځه زره ماشومان هم په کې دي وژل شوي دي.