امریکا د 'کتایب حزب‌الله' د وسله‌والې ډلې پر شپږو غړو بندیزونه ولګول

د امریکا په کانګرس د دې هېواد بیرغ

متحدوایالتونو د کتایب حزب الله په نوم د یوې ایران پلوې عراقۍ وسله والې ډلې پر شپږو غړو بندیزونه ولګول.

دا ډله په عراق او سوریه کې پر امریکايي سرتېرو په وروستیو حملو کې په لاس لرلو تورنه ده.

د دې ډلې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر، د شورا یو غړی یې، یو قوماندان او د رسنیو یو ویاند هغه کسان دي چې بندیزونه پرې لګول شوي دي.

په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو په دې وروستیو کې په داسې حال کې حملې وشوې چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له کبله په سیمه کې کړکېچ زور اخیستی دی.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.