الکوزی: له کراچۍ څخه افغانستان ته د نږدې ۳۵۰۰ کانټینرونو لېږد پیلېږي

د کراچۍ بندر یوه څنډه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول وايي، سر له سبا د پاکستان له کراچۍ د افغان سوداګرو د نږدې ۳۵۰۰ کانټینرونو لېږد پیلېږي.

خان جان الکوزي، نن جمعه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستاني چارواکو سره تر بحثونو وروسته د دغو زرګونو ایسارو کړل شویو کانټینرونو د خوشې موافقه وشوه.

د ده په وینا، په دغو ایسارو کړل شویو څه کم ۴۰۰۰ کانټینرونو کې ۴۰۰ یې داسې دي چې په حساس یا نګټیف لېست کې راځي.

د هغوی په هغه باب به په راتلونکي کې خبرې کېږي او په دې فیصله کې شامل نه دي.

په کراچۍ بندر کې له لږ تر لږه درېیو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو شاوخوا ۴۰۰۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

اسلام اباد د اکټوبر پر درېیمه، له افغانستان سره د ټرانزېټ په تجارتي تړون یا اپټا کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې تېره اوونۍ د اسلام اباد له خوا افغانستان ته پر واردېدونکو مالونو نوی فیس او په ټرانزیټي تړون کې نور بدلونونه رد کړي وو.