'ډبلیو ایچ او' له پاکستانه په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښه وښوده

په تورخم کې افغان کډوال د ثبت او راجستر پر مهال. له دې پروسه افغان کډوال افغانستان ته استول کېږي. November 12, 2023

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو اخراج، په روغتیايي برخه کې د اندېښنې وړ موضوع ده.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ضروري درملو ناکافي عرضې، د هغو راستنېدونکو چې د وینې له لوړ فشار او شکرې په څېر له ناروغیو کړېږي، ستونزې لا زیاتې کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي دوی پر وخت له مرستې پرته، نه شي کولی په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې ساري او شدیدې ناروغۍ لري، دغه راز اړو میندو او ماشومانو ته ضروري روغتیايي مرستې برابرې کړي.

اعلامیه کې ویل شوي، دغه ډله ییز اخراج د نورو مسایلو تر څنګ په ځانګړي ډول په ماشومانو کې د ګوزڼ یا پولیو ویروس د خپرېدو وېره زیاته کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، دوی ۱۰ مdلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې وکړای شي اووه لکه راستنو شویو ته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د روغتیايي څار خدمات برابر کړي.