امریکا له چین څخه ایران ته د یوه پیغام رسولو غوښتنه کړې

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي

د امریکا متحدو ایالتونو له چین غوښتنه وکړه چې له ایران سره د خپلو ارتباطاتو له کانالونو په استفاده دا پیغام تهران ته ورسوي چې په منځني ختیځ کې باید د یوې پراخې جګړې مخه ونیول شي.

د رویټرز خبري اژانس د پروني راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون پنجشنبه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "موږ یقیناً دوی هڅوو چې له دغو کرښو په استفاده ایرانیانو ته دا خبره تکرار کړي چې موږ نه غواړو په سیمه کې د نښتو د ژورتیا یا هم تشدید شاهدان ووسو."

کربي دا خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې ایا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ ډاډ ترلاسه کړی چې هغه به له ایرانه وغواړي، څو په سوریه او عراق کې پر امریکايي ځواکونو د حملو مخه ونیسي.