اوچا د هرات زلزله ځپلیو ته ۱۷۳ میلیونه ډالره مرسته غوښتې

د هرات یو زلزله ځپلی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي، چې د هرات له ۲۷۵زره زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ ملیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

دغه دفتر له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د خپلې بیاکتنې په طرحه کې پرون پنج شنبه ویلي، چې زیانمنې شوې کورنۍ لنډمهالو سرپناګانو، خوړو، نقدي مرستو، د څښاک پاکو اوبو، د مینځلو وسایلو، دغه راز د روغتیايي او خوندیتوب څارنې ته بېړنۍ اړتیا لري.

په دوام کې ویل شوي، چې د ژمي له نږدې کېدو سره په زلزله ځپلیو سیمو کې کورنۍ د ژمي لپاره تودو کالیو، کمپلو او د تودولو نورو وسایلو ته هم اړتیا لري.

اوچا ویلي، چې تېره میاشت په هرات کې د ریښتر په مقیاس ۶ اعشاریه ۳ درجې درېیو قوي زلزلو یو ملیون او شپږلکه کسان اغېزمن کړل او به زرګونو کسان یې بشري مرستو ته اړ ایستل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ارزونې ښيي، چې د دغو زلزلو له کبله د هرات په ۳۸۲ کلیو کې څه باندې ۴۸ زره کورنۍ په مستقیم ډول اغېزمن شوي، چې ټولټال شمېر یې ۲لکه ۷۵زره کسانو ته رسېږي.