د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ له هند وروسته اسټرالیا هم پایلوبې ته ورسېده

د اسټرالیا د یوې لوبې انځور

د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوهمې نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

سویلي افریقا د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې پوره کړ.

د دې لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې ټروېس هېډ وګټلې، هغه نن د اسټرالیا لپاره چټکه نیمه سلیزه ووهله.

اسټرالیا به د نومبر په ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه ترسره کړي.