اوکرایني چارواکي: د روسیې په توغندویي حمله کې د وژل شویو شمېر ۳ کسانو ته ورسېد

پر اوکراین د روسیې د بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې له لوري په پرونۍ توغندویي حمله کې د وژل شویو شمېر ۳ کسانو ته ورسېد.

د اوکراین د بېړنیو چارو ادارې نن وویل، د ختیځ دونیڅک په سلیدوفسکه کې د روسیې د پرونۍ حملې په ځای کې ژغورونکو د درېیم کس مړی هم له کنډوالو راایستلی دی.